ځایي سرچیني د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کي د یوه قومندان او یوه سرګروپ په ګډون د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېر ورځ د دې ولایت د ګیرو ولسوالۍ اړوند په پارچه سیمه کي د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه يیز قومندان ملا محمد ګل نافظ او یوه سرګروپ ملا رشید په ګډون ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چې په دغه نښته کې ګڼ شمېر طالبان ټپیان شوي هم دي، خو کره شمېره یې نه ده په ډاګه کړې.
د خبر پاڼې په حواله دغه نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


