غزني کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي لومړني اقدامات پیل شول

غزني کې ځایي چارواکي وایي، د غصب شويو ځمکو مخنیوی یې له لومړیتوبونو څخه دی او له دې وروسته به هېڅ مافیایي ډلې او شخص ته اجازه ورنه کړي، چې دولتي یا غیر دولتي ځمکې غصب کړي.