غزني کې ځایي چارواکي وایي، د غصب شويو ځمکو مخنیوی یې له لومړیتوبونو څخه دی او له دې وروسته به هېڅ مافیایي ډلې او شخص ته اجازه ورنه کړي، چې دولتي یا غیر دولتي ځمکې غصب کړي.
د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین نن غزني ښار ته څېرمه د پس حصار له سیمې څخه چېرته چې ویل کېږي کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د څړ ځای په نامه زرګونه جریبه ځمکه غصب او ورباندې د هستوګنې کورونه رغولي د لیدنې پر مهال وویل: وروسته له دې به له غاصبینو څخه د غصب شویو ځمکو پر بېرته ګرځولو او د نورو ځمکو له غصبېدو څخه د مخنیوي په هدف له خپل ټول توان څخه کار واخلي.
والي زیاته کړه، چې له دې وروسته ورته د ځمکو غصب د زغملو وړ نه دی.(( موږ پس حصار سیمې ته عملا راغلو، ځکه چې دلته د سیمې خلکو او کوچیانو یوه اندازه ځمکه غصب کړې، دا سیمه له نېږدې وینو او یو کمیسیون مو هم ټاکلی، چې دلته د سیمې د خلکو او کوچیانو اسناد وګوري او وروسته یې په اړه تصمیم ونیول شي)).
د غزني والي وایي، په دې ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه خلکو غصب کړې، خو په خبره یې تر هغو چې مرکزي حکومت دې ولایت ته د دولتي املاکو د تصفیې او تشخیص په موخه خپل هیئت ونه لېږي، د غاصبینو له منګولو څخه یې ژغورل ناشونی کار دی.
نوموړی وایي، په غزني کې د غصب شویو ځمکو کره اندازه نه ده معلومه، خو وایي، چې د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې ځمکې غصب شوې دي.
ښاغلي متين زياته کړه، غزني کې د ځمکو د غصب مافیایي کړۍ شتون نه لري بلکې تر ډېره دولتي ځمکې د ولسي خلکو لخوا غصب او پرې د هستوګنې کورونه رغول شوي دي.
د یادونې وړ ده، په غزني کې د عدلیې ریاست په وینا شاوخوا ۶۰ زره جریبه ځمکه غصب شوې، په هغو کې هغه دولتي ځمکې هم شاملې دي، چې د پخوانیو حکومتونو لخوا بزګرانو ته په قرار داد ورکړل شوې، خو د وروستیو ۴ لسیزو جګړو پر مهال هغوی د دغو ځمکو مالیات او له قرار داد سره سم ټاکل شوې اندازه غنم یا پیسې حکومت ته نه دي سپارلي.


