د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، هسکه مېنه کې د هوایي برید له امله ۱۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګور ګورۍ سیمه کې د هوایي برید له امله ۷ داعش وسله وال وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، په یاد برید کې د داعش وسله والو ګڼ شمېر وسله هم له منځه وړل شوې ده.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


