په پاکستان کې د جمعيت علماى اسلام ګوند د سلمې کليزې د نمانځنې مراسم نن په دوهمه ورځ هم د ګڼو كسانو په ګډون دوام لري.
د خيبر پښتونخوا د نوښار ازاخېل سيمه کې پرون د جمعيت علماى اسلام ګوند د سلمې کليزې مراسم په داسې حال کې پيل شول، چې سلګونو زرو كسانو په كې ګډون درلود.
پرون د کعبې امام صالح بن ابراهيم د جمعې لمونځ هم ورکړ، په اسلام کې يې افراطيت په کلکه وغنده او اسلام يې د امن دين ياد کړ.
په ورته وخت کې د جمعيت علماى اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې د ترهګرۍ پر پراخېدو اندېښنه وښوده.
نوموړي په پاکستان کې د يو شمېر هېوادونو له خوا پر ځينو پروژو نيوکې سره وويل، چې دې سره پردي پال غواړي دغه هېواد ناامنه کړي.
ياده غونډه سبا هم دوام كوي او د جمعيت علماى اسلام ګوند ګڼ پلويان په کې د ويناوالو خبرې اوري.


