جمهور رييس محمداشرف غني، چې د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور ته تللى و، نن سهار وختي بېرته هېواد ته راستون شو.
جمهور رييس غني د دغه سفر په جريان کې د اسټراليا، انډونيزيا او سينګاپور له چارواكو او سوداګرو سره په جلا کتنو کې د دوه اړخيزه اړيکو او اقتصادي همکاريو د پراختيا او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړې او د يادو هېوادونو او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو موافقتنامې هم لاسليک شوې.
د هېواد جمهور رييس تېره ورځ اِستانا ماڼۍ کې د سينګاپور لومړي وزير لي ثين لونګ سره كتلي او دواړو مشرانو د افغانستان او سينګاپور په بېلابېلو برخو کې د تخنيکي همکاريو ترڅنګ په افغانستان کې د شته فرصتونو او د تروريزم او نشه يي توکو په ضد د مبارزې په اړه بحث او خبرې كړې دي.


