ads

راتلونکې اوونۍ د ميدان وردګو او غزني ولايتونو د کانکور ازموينې اخيستل کېږي

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ميدان وردک او غزني ولايتونو د کانکور ازموينه واخيستل شي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين کليد ته وويل چې روانه اوونۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوو لوګر، خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو ته سفرونه کړي او ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د ميدان وردګ او غزني ولايتونو ته د کانکور ازموينې د اخيستلو په هدف سفر وکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 وری 1396

امين زياته کړه، سږ کال د کانکور ازموينه له نورو کلونو سره توپير لري او په دې ازموينه کې له بايومټريک ګټه اخيستل کېږي.
نوموړي ټينګار وکړ چې لومړي ځل د کابل ولايت په ازموينو کې له بايومټريک ګټه واخيستل شوه او ښه پايله يې ورکړې ده.
له بل لوري ويل کېږي چې جمهور رييس محمد اشرف غني د ولايتونو واليانو ته امر کړي چې په ولايتونو کې د کانکور په ازموينه کې د مداخله کوونکو مخه ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA