د سولې په بهير کې د ښځو د رول پر زياتېدو ټينګار وشو

د ښځو چارو وزيره دلبر نظري وايي، د سولې په بهير کې بايد ښځو ته د مشرۍ او تصميم نيولو رول ورکړل شي.
دلبر نظري چې په هرات ولايت کې يې د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه په نوم کنفرانس کې خبرې کولې زياته کړه، که ښځو ته د سولې په پروسه کې مهم رول ورکړل شي هغوی کولای شي د هېواد د سولې ناکامه پروسه بريالۍ کړي.