تېر کال ايران شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ايستلي دي

د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست وايي، په تېر ۱۳۹۵ لمريز کال کې له ايران د ۲۸ زره ماشومانو او ۵۰ بې سرپرسته ښځو په ګډون ۱۰۰ زره تنه افغان کډوال را ايستل شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس احمد جاويد نادم کليد ته وويل، ۱۵ زره افغان کډوال په خپله خوښه تېر کال له ايران راستانه شوي دي.