ads

وزيري:د سردارمحمدداوودخان په روغتون له بريد كوونكوسره مرسته كوونكي به ژر افشا شي

ملي دفاع وزارت وايي، ژر به د هغه كسانو هويت افشا كړي چې د سردارمحمدداوودخان په روغتون په بريد كې يې له بريد كوونكو سره مرسته كړې وه او هغوى ته يې روغتون ته د ننوتلو زمينه برابره كړې وه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 وری 1396
وزيري:د سردارمحمدداوودخان په روغتون له بريد كوونكوسره مرسته كوونكي به ژر افشا شي

ملي دفاع وزارت وايي، ژر به د هغه كسانو هويت افشا كړي چې د سردارمحمدداوودخان په روغتون په بريد كې يې له بريد كوونكو سره مرسته كړې وه او هغوى ته يې روغتون ته د ننوتلو زمينه برابره كړې وه.
دولت وزيري نن په يوه خبري غونډه كې وويل چې د دې پېښې سره په تړاو يوولس تنه د وظيفوي غفلت په تور له دندو ګوښه شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي چې د خپل غفلت په كچه به سزا وويني. هغه زياتوي چې د هغه خلكو د پيژندلو په اړه چې له بريدكوونكو سره يې مرسته كړې هم پرمختګونه شوي او د هغوى هويت به هم په نژدې ورځو كې افشا شي.
په همدې حال كې  د غوڅ ملاتړ د ماموريت يو وياند بېل سليفن وايي،اوسمهال د دغه روغتون نوي سلنه كار پاى ته رسېدلى او په راتلونكو دوه ورځو كې به د دغه روغتون د بيارغونې چارې بشپړې شي.
د غوڅ ملاتړ ماموريت وياند زياتوي چې د افغانستان د دولت له لګښت سربېره چې په ياد روغتون يې كوي، دغه ماموريت هم ۲.۷ ميليون ډالره د سردارمحمدداوودخان د روغتون د عصري تجهيزاتو لپاره ځانګړي كړي دي چې يو اعشاريه اووه ميليونه به يې د پرمختللو طبي وسايلو او پاتې يو ميليون به يې د نورو دفتري وسايلو د پيرلو لپاره وركړل شي.
دا په داسې حال كې ده چې په سردارمحمدداوودخان روغتون بريد چې پړه يې داعش ډلې په غاړه واخيسته لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله او له دې بريد وروسته ويل كېدل چې په دې كې په لوړه كچه همكاري شوې ده خو پر ياد روغتون د بريد په اړه څيړونكي پلاوي د خپلو څېړنو په لومړنيو پايلو كې وويل چې د روغتون له دننه له بريدكوونكو سره هيڅ ډول همكاري نه ده شوې او نه له پخوا په روغتون كې چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA