يو شمېر مدني ټولنو نن په كابل كې د پارلماني ټاكنو د ژر ترسره كېدو غوښتنه وكړه او په دې اړه يې يو كمپاين پيل كړ. د فصل نوين په نامه د ټولنې يوه غړي د دغه كمپاين يو تن ترتيبوونكي هارون صميمي كليد ته وويل، ددوى هدف څومره ژر چې شونې وي د اوسني غيرقانوني پارلمان د كار پاى ته رسول او د راتلونكو ټاكنو د مهالوېش اعلانول دي.
د صميمي په خبره اوسمهال د افغانستان پالمان قانوني مشروعيت نه لري او په وينايې د خلكو د غوښتنو خلاف كړنې ترسره كوي.د دغه مدني ټولنو غړي په كابل كې د پارلمان د ټاكنو او د ملي شورا د غړو د كړنو په اړه خلكو ته د عامه پوهاوي پاڼې ويشي او د هغوى كړنې د ملي ګټو خلاف ګڼي.
يادې مدني ټولنې خبردارى وركوي چې ترڅو يې غوښتنې نه وي منل شوې خپلو مدني حركتونو ته به دوام وركوي.
خو په ورته وخت كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي چې دوى په ټاكنو كې د ټكنالوژۍ د كارولو په اړه څېړنې پيل كړې چې ترڅلورو اونيو به وخت ونيسي.
د دغه كمېسيون د دارالانشا د مشر امام محمدوريماچ په خبره د دغه څېړنو پايلې به له حكومت سره شريكې كړي او وروسته له هغه به د ټاكنو د نېټې، بوديجې او نورو اړوندو مسايلو په اړه تصميم ونيسي.
دا په داسې حال كې ده چې اوسمهال ولسي جرګه د جمهوررئيس د فرمان پربنسټ خپل كار ته دوام وركوي.


