د افغان حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ټينګار كوي چې د لابراتوار جوړول او د درملو او غذا دكيفيت تضمين به د هيوادوالو لپاره د اړوند خدمتونو د كيفيت په لوړولو كې مهم ګام وي.
عبدالله عبدالله چې نن يې په كابل كې له غرمې وړاندې د عامې روغتيا وزارت له خوا د يوه لابراتوار په پرانيست غونډه كې خبرې كولې وويل، اوسمهال ډير هيوادوال په هيواد كې د درملو د ټيټ كيفيت له كبله له روغتيايي خدمتونو خوښ نه دي.
اجرائيه رئيس ټينګار وكړ چې د دغه لابراتوار چارې بايد په رڼه توګه او له اداري فساد پرته پرمخ يوړل شي او ورته لابراتوارونه د هيواد په نورو ولايتونو كې هم د درملو د كيفيت د تضمين لپاره جوړ شي.
په همدې حال كې د عامې روغتيا وزير ډاكټر فيروزالدين فيروز وايي، تراوسه په دې لابراتوار باندې دوه ميليونه امريكايي ډالر پانګونه شوې او ټاكل شوې چې دوه اعشاريه پنځه ميليونه ډالر نور هم د دغه لابراتوار د عصري تجهيزاتو په پيرلو او ظرفيتونو په لوړولو ولګول شي.
دغه لابراتوار په داسې حال كې جوړيږي چې اوسمهال هيواد ته ډيرى بې كيفيته درمل وارديږي او ويل كيږي چې د دغه درملو ډير يې په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړل كيږي.
دغه د ټيټ كيفيت درمل د دې لامل شوي چې روغتيايي خدمتونه بې اغيزې كړي او خلك دې اړ كړي چې د درملنې لپاره بهرنيو هيوادونو ته ولاړ شي.


