سرچينه: د فراه د پرچمن ولسوالۍ امنيه قوماندان د خلكو او دولت ضد غيرقانوني كړنې كوي

په فراه ولايت كې يوه سرچينه وايي چې د دغه ولايت د پرچمن ولسوالۍ د امنيې قوماندان خلك برمته كړي دي. د دغه ولايت يوه امنيتي مسؤل د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل: د پرچمن ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالولي د دې پرځاى چې د خلكو امنيت ټينګ كړي، طالبانو ته وسلې وركوي.