د ملي دفاع وزارت وايي، په روانه وري مياشت كې يې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره په جګړې كې ښې لاسته راوړنې درلودې.
د دغه وزارت وياند دولت وزيري د پنجشنبې په ورځ د غوڅ ملاتړ د ماموريت له وياند سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، افغان هوايي ځواكونه په منځنۍ توګه هره ورځ ۶۵ پروازونه كوي چې په وري مياشت كې يې ټول ۱۱۷۷ پروازونه كړي او په ياده مياشت كې يې ۹۲ هوايي بريدونه كړي دي.
وزيري زياتوي چې افغان ځواكونه هره شپه په منځنۍ توګه دوه شپني عمليات كوي چې په روانه مياشت كې يې تر اوسه ۲۸ شپني عمليات ترسره كړي چې د نوموړي په وينا يې ښې لاسته راوړنې يې درلودې.
د ملي دفاع وزارت وياند په ورته وخت كې زياتوي چې د ملي اردو ځواكونو په روانه وري مياشت نژدې زر تنه د دولت وسلوال مخالفين وژلي دي چې په وينا يې په دې كې شاوخوا ۹۶ تنه د داعش وسلوال دي.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري په ورته وخت كې زياتوي چې په تېرو څلورويشتو ساعتونو كې ۴۸ تنه ددولت وسلوال مخالفين وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان دي.
په همدې حال كې په افغانستان كې د غوڅ ملاتړ د ماموريت وياند بېل سليفن وايي چې دغه ماموريت د روان كال مارچ په مياشت كې په ننګرهار كې د داعش پرضد ۷۹ بريدونه كړي چې ۲۰۰ تنه د داعش جنګيالي پكې وژل شوي دي.
نوموړى په ورته وخت كې په روان كال كې د داعش په له منځه وړلو ټينګار كوي.
خو طالبانو او داعش ډلې د ملي دفاع وزارت او ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د ادعاو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.دا په داسې حال كې ده چې هركال د هوا په تودېدو سره په هيواد كې جګړې زور اخلي خو ويل كيږي چې سږ كال په ژمي كې هم سختې جګړې روانې وې.


