اجرائيه رياست ټينګار كوي چې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاكنې په روان كال كې حتما ترسره كيږي.
د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي يادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري غونډه كې وكړې او زياته يې كړه چې د ټاكنو د كره نېټې اعلان د ټاكنو د خپلواك كمېسيون پورې اړه لري.
رحيمي زياته كړه چې د ټاكنو د روڼتيا لپاره اوسمهال ارزونې روانې دي او په وينا يې كه دا ومنل شي چې په ټاكنو كې له ټكنالوژۍ كار واخيستل شي نو د ټاكنو د شفافيت په اړه چې كومې اندېښنې دي هغه به ټولې ځواب شي.
د اجرائيه رياست وياند په ورته وخت كې زياتوي چې په هيواد كې امنيتي ستونزې شته خو په وينايې دغه ستونزې په هغه كچه نه دي چې د ټاكنو د ترسره كېدو مخه ونيسي.
مجيب الرحمن رحيمي په همدې حال كې زياتوي چې اوسمهال د ټاكنو د امنيت د ټينګښت او بوديجې د چمتوكولو لپاره كار روان دى خو په وينا يې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې نه شي كېدى چې د ټاكنو پر وړاندې خنډ شي.
دا په داسې حال كې ده چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، اوسمهال يې په ټاكنو كې د ټكنالوژۍ د كارولو په اړه څېړنې پيل كړې چې په څلورو اوونيو كې به دغه څېړنې بشپړې او له هغه وروسته به د ټاكنو د نېټې، ټكنالوژۍ د څرنګوالي او ټاكنو د بوديجې په اړه تصميم ونيسي.


