ads

د پوهاند مجاور احمد زیار د علمي او فرهنګي خدمتونو ستاينه وشوه

په ننګرهار کې د پښتو ژبې وتلي ژبپوه، ادب پوه، څیړونکي او د پښتو ژبې وتلي ستوري پوهاند مجاور احمد زیار د ژوند اتیایمې کلیزې په ویاړ د ادب او پوهې مینه والو له لورې د هغه د زوکړې ورځ ولمانځل شوه. په دغه لمانځ غونډه کې د ننګرهار، لغمان او کونړ سربیره په لسګونه […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 وری 1396
د پوهاند مجاور احمد زیار د علمي او فرهنګي خدمتونو ستاينه وشوه

په ننګرهار کې د پښتو ژبې وتلي ژبپوه، ادب پوه، څیړونکي او د پښتو ژبې وتلي ستوري پوهاند مجاور احمد زیار د ژوند اتیایمې کلیزې په ویاړ د ادب او پوهې مینه والو له لورې د هغه د زوکړې ورځ ولمانځل شوه.
په دغه لمانځ غونډه کې د ننګرهار، لغمان او کونړ سربیره په لسګونه د پښتو ژبې څیړونکي، د پوهنتون استادان او د پښتو ژبې او ادب مینه والو ګډون کړی و.
پوهاند استاد مجاور احمد زیار په تېرو اته لسېزو کې پښتو ژبې ته نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کړي، چې اوس مهال یې د هیواد په بیلا بیلو پوهنتونونو کې د پیښتو ژبې محصلين دده چاپ شوي اثار د یوه تدریسي کتاب په بڼه لولي.
د استاد مجاور احمد زیار دغې لمانځغونده کې د جمهور رئيس او اجرایه رئيس پیغامونه ولوستل شول، چې د جمهور رئيس پیغام په علمي او ټولنیزو چارو کې د هغه سلاکار استاد لعل پاچا ازمون ولوسته.
جمهور رییس غني په خپل پیغام کې د پښتو ژبې وتلی ژبپوه استاد مجاور احمد زیار د ننګرهار او ټول هیواد ستوری یاد کړی و.
په پیغام کې د وتلو علمي، څړنیزو او هڅانده شخصیتونو لمانځغونډې د دوی حق ادا کولو په اړه سترې لاسته راوړنې یادې شوې وې:
(( استاد زیار د پښتو ژبې لپاره نه ستړې کیدونکې هلي ځلي کړي او په دغه برخه کې یې باید د هڅو قدرونه وشي، موږه د وتلو علمي څټو لمانځلو او حق اداینې ته  لومړیتوب ورکوو.))
په همدې حال کې بیا په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي په خپلو خبرو کې استاد مجاور احمد زیار هغه کس یاد کړ، چې په تېر عمر کې یې د پښتو ژبې په هنر کې یو نوی باب پرانیستی دی.
فراهي زياته کړه: (( استاد زیار یو علمي سیند دی او باید د پښتو ژبې استادان او لیکوالان ددغه سیند څخه ښه ګټه د ژبې او ادب لپاره واخلي.))
په ورته وخت کې بیا د قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لیوال په خپلو خبرو کې د پښتو ژبې د لا کره والي په اړه د استاد زیار له کتابونو او اثارو څخه ګټه اخیستنه د ځوان نسل لپاره دومره مهمه یاد کړه لکه ګل ته چې اوبه ورکول کیږي.
هغه زیاتوي، له یادو غونډو یوه ستره موخه هم همدا وي، چې د استاد زیار په څیر خلک لا نورو پنځونو ته وهڅول شي: (( له دغه ډول غونډو زموږه موخه هم همدا وي، چې ترڅو مو را تلونکې نسلونه په دې پوه شي، چې ژبه هسې نه ده ساتل شوي بلکې کار غواړي.))
د یادې لمانځغوندې په وروستۍ برخه کې استاد زیار دده لپاره د دومره سترې غونډې جوړیدل او خلکو په راتګ خوښي اوښوده اویادونه یې وکړه چې لا به دی وهڅي ترڅو په پاتې عمر کې پښتو ژبې او ادب ته خپلې هڅې زیاتې کړي.
هغه له نوي نسل او د پښتو ژبې له استادانو او محصلينو غوښتنه وکړه، چې د ژبې د سوچه والي او کره والي لپاره دې سره یو شي: (( مننه له تاسې ټولو درنو څخه ماته مو ویاړ را اوبښه او زه به پاتې عمر کې لا نوره هم هڅه زیاته وکړم، ترڅو دا محکومه ژبه لا نوره هم قوي شي.))
استاد مجاور احمد زیار په ۱۳۱۴ د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په مزینه کې زیږدلی چې په لسګونه کتابونه یې د پښتو ژبيوهنې او ادب پوهنې د لیکلو سربیره په لسګونه مقالې په دغه برخه کې په بیلا بیلو چاپي رسنیو کې خپرې شوي دي.
استاد زیار اوس مهال د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ دورې د استاد سربیره د کابل او پیښور پوهنتون د استادۍ ویاړ هم لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA