ads

مستغني: پاکستان غواړي د ډيورنډ فرضي کرښې په هکله نړيوال ذهنيت بدل کړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان هڅه کوي چې ډيورنډ فرضي کرښې په هکله نړيوال ذهنيت بدل کړي.

نویسنده: sarwan
16 وری 1396
مستغني: پاکستان غواړي د ډيورنډ فرضي کرښې په هکله نړيوال ذهنيت بدل کړي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، پاکستان هڅه کوي چې ډيورنډ فرضي کرښې په هکله نړيوال ذهنيت بدل کړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني نن په يو خبري کنفرانس کې وويل، ډیورنډ زموږ ملي داعیه ده او هېڅ حکومت نه شي کولای چې په دې اړه پر خپل سر پرېکړه وکړي.
نوموړي وویل، ډيورنډ يو تاريخي بحث دی او هېڅوک په دې هکله د تصميم نيولو حق نه لري او د ډيورنډ کرښې په هکله يوازې د پولې دواړو غاړو اوسېدونکي پرېکړه کولی شي.
هغه وايي، د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته بشپړ نظامي حالت حاکم دی او پاکستان د يادې کرښې د دواړ غاړو اوسېدونکي د پاکستان د تاريخي جبر لاندې ژوند کوي.
د مستغني په خبره دا مهال د پولې دواړو غاړو ته وضيعت ښه نه دی او تر څو چې په دغو سيمو کې امن او ملکي حالت ټينګ شوی نه وي په دې هکله پرېکړه نه شي کېدای.
مستغني زياته کړه د افغان حکومت او پاکستاني لورو ترمنځ بحثونو کې پر ياده پوله د سرغړونو په هکله خبرې شوې دي او تر اوسه هېڅ دولتي مسوول د ډيورنډ په هکله له پاکستاني چارواکو سره نه دی غږېدلی.
د بهرنيو چارو وزارت وياند دا هم وويل، چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستان خپل ‌سریو په اړه مو ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA