له کډوالۍ راستنو شويو کورنيو لپاره روانه مياشت د ډيپکو په نوم پروژه پيلېږي

په افغانستان کې د كډوالۍ نړيوال سازمان مرستياله ساراکراس وايي، د ننګرهار په ګډون د دې هېواد اتو ولايتونو کې د اروپايي هېوادونو په مرسته له کډوالۍ راستنو شويو کورنيو لپاره د ۱۸ ميليونه يورو په مالي لګښت د ډيپکو په نوم پروژه پيلېږي، چې په ترڅ کې به يې ګڼ شمېر راستنو شويو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي .