په افغانستان کې د كډوالۍ نړيوال سازمان مرستياله ساراکراس وايي، د ننګرهار په ګډون د دې هېواد اتو ولايتونو کې د اروپايي هېوادونو په مرسته له کډوالۍ راستنو شويو کورنيو لپاره د ۱۸ ميليونه يورو په مالي لګښت د ډيپکو په نوم پروژه پيلېږي، چې په ترڅ کې به يې ګڼ شمېر راستنو شويو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
نوموړې د سې شنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ليدنې په مهال وويل، چې ياده پروژه به د روانې مياشتې په اوږدو کې پيل شي.
د هغې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار والي په مشرۍ به جوړه شوې کمېټه د راستنو شويو کورنيو د اړتياوو له مخې پروژې په نښه کوي او له پرېکړې وروسته به په هماغو برخه کې به عملي اقدام كېږي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، والي محمد ګلاب منګل هيله څرګنده کړه، چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به راستنو شويو کورنيو ته اوږد مهاله کاري فرصتونه برابر او د مرستې غوښتنې له روانې لړۍ څخه به د تل لپاره وژغورل شي.
د دې ناستې په مهال د کډوالو اړوند پر ګڼ شمېر موضوعاتو خبرې وشوې.


