لاهور ښار كې ځانمرګي بريد ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په پنجاب ايالت کې د ځانمرګي بريد له كبله د پوځيانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، ځانمرګى بريد نن سهار د پنجاب ايالت د لاهور ښار بيديال سړک ته څېرمه پر هغه پوځي موټر شوى، چې د سر شمېرنې ټيم سره يې ملتيا کوله.