ads

لاهور ښار كې ځانمرګي بريد ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په پنجاب ايالت کې د ځانمرګي بريد له كبله د پوځيانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، ځانمرګى بريد نن سهار د پنجاب ايالت د لاهور ښار بيديال سړک ته څېرمه پر هغه پوځي موټر شوى، چې د سر شمېرنې ټيم سره يې ملتيا کوله.

نویسنده: sarwan
16 وری 1396

په دې پېښه کې د لسو کسانو د وژل کېدو او د پنځلسو نورو د ټپي کېدو پخلى شوى دى.
پوليس وايي، د ځانمرګي بريد كوونكي د پېژندنې ابتدايي معلومات ښيي، چې ۲۰ کلن ځوان و.
تراوسه د بريد مسووليت چا نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA