د پاكستان يوه بېړۍ د سوماليا سمندري غلو تښتولې

د سوماليا سمندري غلو د پاکستان (سلامه يو) په نوم باروړونکې بېړۍ برمته کړې ده.
امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې په بېړۍ کې د عملې د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو سوماليايي سمندري غلو ياده بېړۍ د الحر سيمې په لور تښتولې ده.