د سوماليا سمندري غلو د پاکستان (سلامه يو) په نوم باروړونکې بېړۍ برمته کړې ده.
امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې په بېړۍ کې د عملې د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو سوماليايي سمندري غلو ياده بېړۍ د الحر سيمې په لور تښتولې ده.
تراوسه پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
سوماليايي سمندري غلو تر دې وړاندې د هند الکوثر په نوم يوه بېړۍ هم تښتولې وه، چې يوولس کسان پکې سپاره وو.
په نړيوالو اوبو کې د سوماليا سمندري غله ډېر کله د پيسو لپاره سوداګريزې بېړۍ تښتوي، چې د پيسو په بدل کې يې بېرته خوشې کوي.


