ads

د ننګرهار په اچين کې ۴۷ داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې د کومانډو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۷ داعش وسله وال وژلي دي.

نویسنده: sarwan
16 وری 1396
د ننګرهار په اچين کې ۴۷ داعشيان وژل شوي

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې د کومانډو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۷ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په شډل، عبدالخېل، جنجال شګه او کندور سیمه کې د ملي اردو کومانډو ځواکونو له لوري هوايي او ځمکني عملیات ترسره شوي، چې پرمهال یې د داعش وسله والو د څلورو مهمو قومندانانو په ګډون ۴۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې وژل شوي وسله وال ټول بهرني وګړي دي.
فقیري زیاتوي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA