ads

د نجراب په يو درملتون کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، نن غرمه مهال د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د مکتب سیمې په بازار کې په یو درملتون کې چاودنه شوې، چې درې ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی وايي، څو ورځې وړاندې د قاري انس په نوم د وسله والو […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 وری 1396
د نجراب په يو درملتون کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، نن غرمه مهال د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د مکتب سیمې په بازار کې په یو درملتون کې چاودنه شوې، چې درې ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی وايي، څو ورځې وړاندې د قاري انس په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان په دغه بازار کې د سیمه يیزو پولیسو له خوا وژل شوی وو او یاده چاودنه د حکومت وسله والو مخالفینو د خپل غچ اخيستو په موخه تر سره کړې ده .
نوموړی وايي، په دغه پېښه کې دوه ورونه او يو وراره ټپيان شوي او درملتون په بشپړ ډول لمنځه تللی دی.
بل خوا د نجراب د مکتب د سیمې یو تن اوسیدونکی وايي، چې د درملتون  د خاوند زامن په سیمه يیزو پولیسو کې و او د چاودنې پر مهال د يادې کورنۍ دوه تنه ماشومان او درې نور ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال د کاپیسا په نجراب او تګاب کې د سیمه يیزو پولیسو له خوا عملیات دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA