د كورنيو چارو وزارت د پلچرخي زندان د بنديانو د ستونزو حل لپاره دې زندان ته د يو پلاوي د لېږلو خبر وركوي.
د کابل د پلچرخي زندان سلو بنديانو له څو ورځو راهيسې د دوى له حقونو د سرغړونې له كبله غذايي اعتصاب کړى او خپلې خولې يې ګنډلې دي.
د كورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش نن په كابل كې په خبري غونډه كې وويل، چې پر دې وزارت سربېره به لويه څارنوالي هم د اعتراض كوونكو زندانيانو ستونزې وڅېړي.
نوموړي ټينګار وكړ، چې له زندانيانو سره د ټاكل شوي پلاوي له ليدنې وروسته به د هغوى ستونزې د نن ورځې تر پايه حل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د مشرانو جرګې ځينو غړو پرون له كورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د پلچرخي زندان د بنديانو ستونزې حل كړي.
د هغوى په وينا، ډېرى وخت د اداري فساد له كبله زندانيان د جمهوري رياست د بښنې او تخفيف له فرمانونو نه برخمن كېږي او بايد دې موضوع ته جدي پاملرنه وشي.


