جمهور رييس محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په ځايي وخت نن غرمه له اسټراليا نه د انډونيزيا پايتخت جاكارتا ته ورسېد او له هغه ځايه به بيا سينګاپور ته سفر وكړي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رييس غني به د دې سفر په مهال د انډونيزيا جمهور رييس، د جمهور رييس مرستيال، د مشرانو جرګې رييس، يو شمېر انډونيزيايي سوداګرو او ځينو نورو كسانو سره په جلا كتنو كې د كابل او جاكارتا ترمنځ د اړيكو د لا پياوړتيا او هر اړخيزو همكاريو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وكړي.
د سرچينې په وينا، د افغانستان او انډونيزيا د جمهور رييسانو په حضور كې به د دواړو هېوادونو چارواكي د پوهنې، كرنې، احصايې، اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو، ساينس، ټكنالوژۍ او لوړو زده كړو برخو كې د همكارۍ هوكړه ليكونه لاسليك كړي.
جمهور رييس غني تر دې مخکې د اسټراليا پايتخت کانبيرا کې له يو شمېر اسټراليايي چارواکو سره وليدل او پر بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وكړې.
رويټرز خبري اژانس وايي، د اسټراليا د دفاع وزيرې د سې شنبې په ورځ افغان جمهور رييس سره په ليدنه کې وويل، هېواد يې غواړي، چې سږ كال افغانستان ته د چاودېدونکو توكو د موندلو او شنډولو زرګونه وسايل ورکړي.


