ads

اندونيزيا د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتوالی وښود

د اندونيزيا جمهور رييس وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

نویسنده: sarwan
16 وری 1396
اندونيزيا د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتوالی وښود

د اندونيزيا جمهور رييس وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د اندونيزيا جمهور رئيس جوکو ويدودو دغه څرګندونې نن له جمهور رئيس محمداشرف غني سره په کتنه کې وکړې.
د اندونيزيا جمهور رئيس وويل، هېواد به يې د سولې د ټينګښت په موخه يو پلاوی افغانستان ته وليږي، چې له افغان مقاماتو سره خپل نظريات او تجربې شريکې کړي.
نوموړي وويل، اندونيزيا به په افغانستان کې د اسلامي زده کړو لوی مرکز پرانيزي او د دغه مرکز له لارې به د اندونيزيا او افغانستان علما خپله اسلامي پوهه او معلومات له يو بل سره شريک کړي.
د اندونيزيا جمهور رئيس تروريزم او د نشه يي توکو قاچاق د سيمې او نړۍ د امنيت او ثبات لپاره ګډ تهديد وباله او په دې برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
هغه څرګنده کړه، چې هېواد به يې د افغان ښځو د ظرفيتونو د لوړولو ترڅنګ افغان ځوانانو ته د ډيپلوماسۍ په برخو کې د زده کړو په موخه تحصيلي بورسونه ورکړي.
په دغه کتنه کې جمهور رئيس غني افغانستان او اندونيزيا دوه تاريخي ملګري هېوادونه وبلل او زياته يې کړه چې د سولې د ټينګښت، انکشاف او اقتصادي ودې په برخو کې د اندونيزيا له تجربو ښه استفاده کېدلی شي.
د دواړو هېوادونو مقاماتو د معارف، کرنې، احصايې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساينس، ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د همکارۍ موافقتنامې هم لاسليک کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA