ننګرهار کې شاوخوا اويا ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او تاريخ تېره درمل وسوځول شول

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، په تېر يوه کال کې يې شاوخوا اويا ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او تاريخ تېر درمل را ټول او نن يې وسوځول.
په ختيځ کې د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو د راټولو د کميسيون مشر ډاکټر اشرف احمدزي کليد ته وويل، چې په تېر ۱۳۹۵ کال کې يې د جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو څخه شاوخوا ۵۵ ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او لس ټنه تاريخ تېر درمل را ټول کړي او نن يې د ولس پر وړاندې وسوځول.