د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، په تېر يوه کال کې يې شاوخوا اويا ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او تاريخ تېر درمل را ټول او نن يې وسوځول.
په ختيځ کې د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو د راټولو د کميسيون مشر ډاکټر اشرف احمدزي کليد ته وويل، چې په تېر ۱۳۹۵ کال کې يې د جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو څخه شاوخوا ۵۵ ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او لس ټنه تاريخ تېر درمل را ټول کړي او نن يې د ولس پر وړاندې وسوځول.
نوموړی وايي، هڅې يې پيل کړي، چې په ښار او ولسواليو کې نور بې کيفيته او تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه يې يوسي.
ننګرهار کې د عامي روغتيا رياست له لوري دا تاريخ تېر درمل او بې کيفيته خوراکي توکې په داسې حال کې سوځول کيږي، چې د ولسونو په وينا که چيرته په دغه برخه کې هڅې چټکې شي، نو شونې ده چې د ډيرو بد ناروغيو مخه به ونيول شي.


