د ملي اردو چارواکي وايي، د شاهين ۱ او ۲ عملياتو په مهال يې د ننګرهار د سرخرود او اچين ولسواليو په مربوطاتو کې ۵۵۰ جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې يې د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې په سرخرود او اچين ولسواليو ګڼ شمېر سيمې پاکې کړي، چې پرون يې ۵۵۰ جريبه ځمکه باندې د کوکنارو کرل شوى فصل له منځه يووړ.
نوموړي زياته كړه، د يادو عملياتو په مهال ورسره کوم مقاومت نه دى شوى او هڅه به وکړي، چې په ټول ولايت کې کرل شوي کوکنار له منځه يوسي.
د ملي اردو په مشرۍ د کوکنارو اړولو دا کمپاين په داسې حال کې روان دى، چې د ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال په ننګرهار كې ۱۵ زره هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي، چې يوازې ۱۵ سوه هکټاره ځمکه به پاكه كړي.


