غزني کې ټرافيکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د ټرافيکي پېښې له كبله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د مېشتې ملي اردو د درېيمې لېوا مطبوعاتي دفتر له خوا کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ټرافيكي پېښه د کابل – کندهار پر لويه لار د قره باغ ولسوالۍ په کروساى سيمه کې د يوه ټېلر او ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed