ads

غزني کې ټرافيکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د ټرافيکي پېښې له كبله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د مېشتې ملي اردو د درېيمې لېوا مطبوعاتي دفتر له خوا کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ټرافيكي پېښه د کابل – کندهار پر لويه لار د قره باغ ولسوالۍ په کروساى سيمه کې د يوه ټېلر او ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
15 وری 1396

د سرچينې په وينا، په دې پېښه كې دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، ټپيان په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو له لوري د غزني ملکي روغتون ته د درملنې په هدف لېږدول شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د يادونې وړ ده، چې د کابل – کندهار لويه لار ډېرى مهال د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله د خونړيو ټرافيکي پېښو شاهده وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA