ads

شپږو چينايانو كې د چرګانو د يوې ناروغۍ نښې څرګندې شوي

د چين په هنان ايالت کې شپږو كسانو كې د چرګانو د يوې ناروغۍ نښې څرګندې شوې دي.
د وبايي ناروغيو ادارې چارواکو ويلي، چې په يادو کسانو کې د چرګانو د ناروغۍ نښې تېره اونۍ څرګندې شوې دي.

نویسنده: sarwan
15 وری 1396
شپږو چينايانو كې د چرګانو د يوې ناروغۍ نښې څرګندې شوي

د چين په هنان ايالت کې شپږو كسانو كې د چرګانو د يوې ناروغۍ نښې څرګندې شوې دي.
د وبايي ناروغيو ادارې چارواکو ويلي، چې په يادو کسانو کې د چرګانو د ناروغۍ نښې تېره اونۍ څرګندې شوې دي.
چينايي چارواکي وايي، په ياد ښار کې يې د چرګانو پر پېر او پلور بنديز لګولى، چې پنځه نورې ورځې به دوام کوي.
بايد ياده شي، چې په تېره مارچ مياشت كې د هنان ايالت په يو فارم کې لسګونه زره فارمي چرګان د ناروغۍ له كبله له منځه يوړل شول.
دې ناروغۍ په چين کې په داسې حال کې سر پورته کړى، چې څو کاله وړاندې يې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د زرګونو کسانو ژوند واخيست.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA