خوست ښار کې د اوبو يو کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

خوست ښار کې د ۴۲ اعشاريه شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو يو کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
ياد کانال چې ۲،۲ کيلو متره اوږوالی لري، چارې يې په دريو پړاوونو کې د يونيم کال په موده کې بشپړې شوې.