ads

خوست ښار کې د اوبو يو کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

خوست ښار کې د ۴۲ اعشاريه شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو يو کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
ياد کانال چې ۲،۲ کيلو متره اوږوالی لري، چارې يې په دريو پړاوونو کې د يونيم کال په موده کې بشپړې شوې.

نویسنده: sarwan
15 وری 1396
خوست ښار کې د اوبو يو کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

خوست ښار کې د ۴۲ اعشاريه شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو يو کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
ياد کانال چې ۲،۲ کيلو متره اوږوالی لري، چارې يې په دريو پړاوونو کې د يونيم کال په موده کې بشپړې شوې.
د ياد کانال د پرانيستې په مراسمو کې د خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي وويل، چې ددې سيمې خلک اوس له هغو ستونزو څخه خلاص شول چې د باران او سېلاب په وخت کې ورسره مخامخ کيدل.
بلخوا د سيمې اوسيدونکي د کانال په جوړيدو خوښي څرګندوي او وايي، چې پخوا به د ښار ټولې باراني اوبه د دوی په کليو ورتلې، چې کورنو او ځمکو ته به يې ډير زيانونه اړول.
دوی زياتوي، چې اوس د دې کانال په جوړيدو سره مخکنۍ ټولې ستونزې حل شوې دي.
د خوست د چارواکو په وينا چې په تېر يو نيم کال کې يې په خوست کې شاوخوا درې سوه ميليونو افغانيو په ارزښت پنځلس پروژې ګتې اخيستنې ته سپارلې دي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA