تاجكستان له افغانستان سره پر ګډه پوله امنيتي تدابير زيات کړي

د تاجکستان يو سرحدي لوړپوړي چارواکي اعلان کړى، چې د اوړي په رارسېدو سره يې له افغانستان سره پر ګډه پوله امنيتي تدابير زيات کړي دي.
ايرنا خبري اژانس د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د يو قوماندان مير علي رازق اوف له قوله ويلي، چې د نړيوالو ترهګرو ډلو مشران غواړي په افغانستان کې بېلابېلې وسله والې ډلې منسجم او منځنۍ اسيا ته يې د بريدونو لپاره ولېږي.