اچين كې ۹ داعش وسله وال وژل شوي

امنيتي ځواكونو د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو په مهال ۹ داعش وسله وال وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره شپه د ملي اردو کومانډو ځواکونو د اچين ولسوالۍ په ګندر پيښه سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور يې ژوندي نيول شوي دي.