اسټراليا له افغانستان سره د تروريزم ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وكړ

د اسټراليا لومړى وزير مالکولم ټورنبل وايي، چې هېواد به يې د تروريزم ضد مبارزه کې د نړيوال او ستراتيژيک شريک په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر په كانبيرا كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.