د اسټراليا لومړى وزير مالکولم ټورنبل وايي، چې هېواد به يې د تروريزم ضد مبارزه کې د نړيوال او ستراتيژيک شريک په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر په كانبيرا كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د اسټراليا لومړي وزير له تروريزم سره د مبارزې، اقتصادي همکاريو، زده کړې، اداري فساد ضد مبارزې او د اصلاحاتو او شفافيت د تامين برخه کې د افغان حکومت هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، تروريزم او افراطيت، چې د سيمې او نړۍ لپاره منځمهاله تهديد دى، د دفعه کولو او له منځه وړلو لپاره يې د نړۍ د هېوادونو ګډې مبارزې ته اړتيا ده.
ده يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد د تروريزم د خطر دفعه کولو لپاره خپل امکانات سره شريک کړي او د روښانه ستراتيژۍ له مخې د ټولو په ګډه همکارۍ بايد سيمې او نړۍ ته له تروريزم څخه ورپېښ خطر له منځه يوسي.
د يادونې وړ ده، چې د دې ليدنې په مهال د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د ٣٢٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د انکشافي، تخنيکي او ساينسي همکاريو موافقتنامې هم لاسليک شوې.


