افغان چارواکو منلې، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پکتيکا د ملي امنيت رياست څلور تنه کارکوونکي د وسله والو طالبانو له لوري په يوه مخامخ بريد کې وژل شوي دي.
د پکتيکا د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله هوتک وايي، چې د پکتيکا د ملي امنيت څلور تنه کارکوونکي د غزني د اندړو ولسوالۍ په چهاردېوال سيمه کې تېره ورځ ناوخته وژل شوي دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې د ملکي روغتون چارواکوهم ويلي، چې دوى ته د ملي امنيت د څلورو تنو جسدونه ور وړل شوي دي.
ويل کيږي چې په دې بريد کې د پکتيکا د ملي امنيت د رياست لومړی مرستيال عبدالوهاب هم وژل شوی خو، تراوسه دا خبره خپلواکوسرچينو نه ده تاييد کړې.
په ورته وخت کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې بريد د دوی وسله والو کړی دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه رسنيوته ويلي، چې په ياده شوې سيمه کې يې د پکتيکا د ملي امنيت د مرستيال عبدالوهاب په ګډون ۷ تنه وژلي او ٧ نوريې ژوبل کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

