د هند لومړي وزير نرېندرا مودي په لومړي ځل هندي کشمير کې د يوې سترې پروژې د چينايي په نوم د تونل پرانيسته وکړه.
مودي د دې پروژې د پرانيستې مراسمو کې کشميريانو ته په خطاب کې وويل، چې په غلطه پوهول شوي يو شمېر ځوانان پر دوى د تيږو وارونه کوي.
د هغه په خبره، ترهګري به کشميريان له خپلې مبارزې شا ته نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د هند د لومړي وزير سفر سره يو ځاى د هندي کشمير د مرکز سرينګر په ګډون يو شمېر سيمو کې کار بنديز اعلان شوى و.
د سرينګر په مهمو سيمو کې پوځ او پوليس ځاى پر ځاى شوي وو.
په کشمير له لسګونو کلونو راهيسې پاکستان او هند لانجه لري، چې ترمنځ يې درې ځلې جګړې هم شوې دي.


