ads

شېخ زايد پوهنتون سره اته سوه زره ډالره مرسته وشوه

د خوست چارواکي وايي، متحده عربي اماراتو د خوست شېخ زايد پوهنتون سره د اته سوه زرو ډالرو مرسته وکړه.
د خوست والي حکم خان حبيبي وويل، يادې پيسې به د پوهنتون د استادانو لپاره د معياري درسي چاپېريال د برابرولو په برخه کې لګول کېږي، چې کمپيوټرونو، قرطاسيه او نور اړين توکي په کې شامل دي.

نویسنده: sarwan
14 وری 1396

د خوست والي ټينګار وکړ چې استادانو ته د سالم درسي چاپېريال برابرول، د زده کوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره اړين دي.
د يادولو ده، چې تېر کال شېخ زايد پوهنتون د پنځو هغو پوهنتونونو په لېست کې و چې د هېواد په کچه يې غوره اېوارډونه ترلاسه کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA