ads

د روسيې د اورګاډو يا مېټرو په يو تمځای کې چاودنې لس تنه وژلي

د روسيې د سينټ پيټرزبرګ ښار د اورګاډو يا مېټرو په يو تمځای کې د چاودنې له کبله لږ لږه ۱۰ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي. روسي دولتي رسنيو خبر ورکړی، چې ددې چاودنو پر مهال د روسيې جمهور رييس ويلاديمير پوتين هم په دې ښار کې و او د […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 وری 1396
د روسيې د اورګاډو يا مېټرو په يو تمځای کې چاودنې لس تنه وژلي

د روسيې د سينټ پيټرزبرګ ښار د اورګاډو يا مېټرو په يو تمځای کې د چاودنې له کبله لږ لږه ۱۰ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
روسي دولتي رسنيو خبر ورکړی، چې ددې چاودنو پر مهال د روسيې جمهور رييس ويلاديمير پوتين هم په دې ښار کې و او د بلاروس له مشر الکساندر لکاشينکو سره يې غونډه لرله.
د کرملېن وياند ويلي، چې جمهور رييس پوتين له دې چاودنې خبر شوی او سخته غندنه يې کړې ده.
ويل کيږي چې دواړه چاودنې په لږ وخت فاصله سره را منځته شوي او په نشر شوي ويډيو کې ټپيان پر ځمکه ليدل کيږي.
که څه هم تراوسه ددغې چاودنه ډول نه دی څرګند، خو داسې ښکاري، چې دا به مقناطيسي ماين و، چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د امنيتي چارواکو په وينا د سينټ پيټرزبرګ ښار ټول ميټرو سټېشنونه بند شوي دي او نور امنيتي تدابير سخت شوي.
تر دې مهاله هېڅ کومې ډلې او لوري د پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی او چارواکو هم د پړې ګوته چاته نه ده نيولې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA