ads

خوست کې د یو موټر بم چاودنې مخه نيول شوې

په خوست کې یو ځان مرګی برید کوونکی له موټر بم سره یو ځای نیول شوی دی. د خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یو ځان مرګی برید کوونکی تېره ورځ ماسپښین مهال د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې، چې غوښتل یې د یوه کرولا ډوله […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 وری 1396
خوست کې د یو موټر بم چاودنې مخه نيول شوې

په خوست کې یو ځان مرګی برید کوونکی له موټر بم سره یو ځای نیول شوی دی.
د خوست امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یو ځان مرګی برید کوونکی تېره ورځ ماسپښین مهال د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې، چې غوښتل یې د یوه کرولا ډوله موټر بم په وسیله برید وکړي ونیول شو.
خبرپانه زیاتوي نیول شوی ځان مرګی برید کوونکی عزت خان نومیږي، د خوست د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی اوسیدونکی دی  .
په خبر پاڼه کې راغلي ځان مرګي بریدکوونکي چې موټر یې د قوي چاودېدونکو موادو ډک او چاودنې ته تیار کړی و، د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو په اساس هدف ته له رسیدو وړاندې ونیول شو.
خبر پاڼه زیاتوي د پلټنو پر مهال د نیول شوي برید کوونکي همکار ملګری هم د امنیتي او کشفي ارګانونو لخوا پیژندل شوی، چې یو تن یې نن سهار د یعقوبیو په سیمه کې ونیول شو او د نورو د نیولو په موخه د امنیتي ځواکونو هڅې رواندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې ځان مرګی برید شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA