د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو او عملیاتو پرمهال د یوه قومندان په ګډون ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په شډل او عبدالخېلو سیمه کې ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې ۱۱ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان شوي دي.
نوموړی دغه راز وایي، چې د یادې ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د یوه قومندان فاروق په ګډون ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د وسلو یوه لویه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
مشرقیوال وایي، په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


