امريکا په سعودي عربستان کې د احتمالي بريدونو له وېرې خپلو اتباعو ته د احتياطي تدابيرو د نيولو سپارښتنه کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې داعش او دې ته ورته ډلې غواړي په سعودي عربستان کې پر امريکايانو بريدونه تنظيم کړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په ۲۰۱۶ کال كې سعودي عربستان کې ۳۶ ترهګريز بريدونه شوي، چې د لسګونه کسانو ژوند يې اخيستى دى.
امريکا همدارنګه د يمن حوثي وسله والو له لوري پر سعودي عربستان د توغندويي بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.


