ads

افغانستان له اروپايي ټولنې حزب اسلامي سره د سولې لګښتونو غوښتنه کړې

افغان حكومت اروپايي اتحاديې ته وړانديز كړى، چې له حزب اسلامي سره يې د سولې هوكړه ليك د تطبيق لګښت پر غاړه واخلي.

نویسنده: sarwan
14 وری 1396
افغانستان له اروپايي ټولنې حزب اسلامي سره د سولې لګښتونو غوښتنه کړې

افغان حكومت اروپايي اتحاديې ته وړانديز كړى، چې له حزب اسلامي سره يې د سولې هوكړه ليك د تطبيق لګښت پر غاړه واخلي.
د والسټرېټ ژورنال د رپوټ له مخې، په افغانستان كې د اروپايي اتحاديې سفير فرانز مايكل مېلبين ويلي، چې اوسمهال د افغان حكومت وړانديز بررسي كوي.
د هغه په وينا، له بررسي وروسته به د پيسو د اندازې په اړه، چې بايد له حزب اسلامي سره د سولې هوكړه ليك د عملي كولو لپاره وركړل شي، تصميم ونيسي.
د والسټرېټ ژورنال د رپوټ پر بنسټ، اروپايي اتحاديه هيله منه ده، چې په دې اقدام سره به د افغان حكومت نور وسله وال مخالفين ورته تړون ته وهڅوي.
دغې امريكايي ورځپاڼې ويلي، چې د افغان حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړه ليك د تطبيق لپاره د اروپايي اتحاديې ابتدايي ژمنه له دوو تر پنځو ميليونو امريكايي ډالره دي.
په همدې حال كې د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر محمد كريم امين وايي، دوى د هر هغه هېواد او سازمان، چې په افغانستان كې د سولې ټينګښت برخه كې مرسته وكړي، هركلى كوي.
نوموړى ټينګار كوي، چې حزب اسلامي كوم هېواد يا سازمان نه د مالي مرستې غوښتنه نه ده كړې.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهوري رياست تېره ورځ اعلان وكړ، چې راتلونكې اونۍ به د ياد ګوند يو شمېر زندانيان خوشې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA