ads

ګرشک کې ۹ ملکيان وژل شوي

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي خو چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
ګرشک کې ۹ ملکيان وژل شوي

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي خو چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د ګرشک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د يادو کسانو مړي نن په مرکز لښکرګاه کې د ولايت مقام مخې ته ور وړل خو پوليسو يې مخنيوى کړى دى.
د يادو کسانو له ډلې حاجي عيسی کليد ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د ګرشک په مالګير سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول نهه تنه وژل شوي دي.
خو د هلمند د۲۱۵ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايي، چې د ملي اردو ځواکونو د طالبانو د وسلو پر يوې زېرمې عمليات کړي، چې پرمهال يې ياده زېرمه له منځه وړل شوې ده.
هغه وويل، چې د وسلو له دې زېرمې امنيتي ځواکونو ډېره اندازه چاودېدونکي توکي او نور مهمات ترلاسه کړي دي.
نوموړي په ياده پېښه کې د ملکي کسانو وژل رد کړي او ويلي دي، چې کېدای شي دغه کسان د طالبانو د کوم ماين په چاودنه کې وژل شوي وي او يا هم په کومه بله پېښه کې.
د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د پوليسو د ٥٠٥ بست زون قوماندان بريد جنرال عبدالرحيم چخانسوري ويلي، په دې اړه به پلټنه وکړي، چې دغه ملکي کسان څنګه وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA