ads

پاكستان كې يو پير خپل ۲۰ مريدان وژلي

د پاکستان پنجاب ايالت کې يو پير خپل ۲۰ مريدان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
پوليسو ويلي، چې د بريد په مهال شاوخوا ۱۵ مريدان په تېښته بريالي شوي دي.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
پاكستان كې يو پير خپل ۲۰ مريدان وژلي

د پاکستان پنجاب ايالت کې يو پير خپل ۲۰ مريدان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
پوليسو ويلي، چې د بريد په مهال شاوخوا ۱۵ مريدان په تېښته بريالي شوي دي.
د ځايي پوليسو په وينا، قاتل شخص، چې د پنجاب ايالت سرګودا سيمه کې پير بلل کېده، لومړى شراب څښلي او وروسته يې د يو شمېر نورو کسانو په مرسته د چاقو او تبرونو په واسطه بريد سره شل تنه ځاى پرځاى وژلي دي.
تراوسه د پېښې اصلي علت نه دى معلوم، خو په تړاو يې درې کسان نيول شوي دي.
دا لومړى ځل دى، چې په پاکستان کې يو روحاني پير خپل مريدان وژني.
پاکستان د پيرۍ او مريدۍ زړه مخينه لري، چې خلک ورته ځانګړى درناوى هم لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA